د موسی علیه السلام په وخت کې یو ځوان و، ډېر زیات بدکار، ګنهګار او پرخپل ځان ظالم و، د کلي خلکو نوموړی په ډېره بې احترامۍ له ښار څخه بهر وویستو او ویل یې چې دا ځوان ډېر ګنهګار انسان دی، داسې نه چې دده له امله الله (ج) پرمونږ قهر نازل کړي.
ځوان له دې وروسته په یوه کنډواله کې ژوند پیل کړو، په دې ځای کې د ده لپاره د خوراک او څښاک هېڅ نه وو ، نه یې کوم خپل او نه خپلوان وو، بس یواځې یې ژوند کولو.
الله (ج) موسی علیه السلام ته وحی وکړه چې زما له ولیانو څخه یو ولي وفات شوی دی ؛ نو ته هلته لاړ شه، هغه ته غسل ورکړه ، د جنازې لمونځ یې وکړه او په کلي کې اعلان وکړه ، د هرچا ګناه چې ډېره زیاته وي او په دې جنازه کې ګډون وکړي ، الله (ج) به یې ټول ګناهونه ورته وبښي.
کله چې موسی علیه السلام دا اعلان وکړ، بې شمېره خلک د واره له خپلو کورنو را ښکاره او د جنازې په ځای کې را غونډ شول، خلکو د مړي له مخ څخه د پردې په لرې کولو مړی و پیژندلو او موسی علیه السلام ته یې عرض وکړ ، چې ای د الله نبي ! دا خو هغه فاسق دی چې مونږ له کلي شړلی و.
ددې خبرې په اورېدو موسی علیه السلام ډېر زیات په تعجب شو، موسی (ع) چې کله مړي ته وکتل حیران شو او وې ویل چې دا خو ریښتیا همغه ګنهګار ځوان دی ، چې بې له ګناه څخه به یې ژوند نه شو کولای، ایا دده په اړه الله (ج) ماته وحی کړې؟!
الله (ج) موسی (ع) ته وحی وکړه، او وېي فرمایل چې دا خلک رښتیا وایي !
کله چې خلکو دا ځوان له ښار څخه وشړلو، موده وروسته د یخوالي له امله دا ځوان ناروغ شو، نو یي ښي او کیڼ خواته په کتلو نه ملګری ، نه کوم خپل او نه هم خپلوان تر نظره شول ، د یواځېتوب، غربت او ذلت احساس یې وکړ او بیا یې پاس د اسمان خوا ته وکتل او وېي ویل:
الهي ! زه ستا له بندګانو څخه یو بنده یم، له ښار څخه شړل شوی یم، څوک مې په ښار کې د ژوند کولو لپاره نه پریږدي.
يا الله ! که زه په دې پوهېدای چې هغه عذاب چې ته يې ماته راکوې ، ستا په ملکیت کې زیاتوالی رامنځ ته کوي ، او یا هغه بښنه چې ته پرې ما بښې، ستا په پادشاهي کې څه کمی راولي، نو ما به هېڅکله ستاڅخه د بښنې غوښتنه نه وای کړې، خو زما ساتونکی او بښونکی پرته له تا بل څوک نه دی، ځکه تا په خپله ویلي چې زه تر ټولو ډېر لوی بښونکی او مهربان یم!
بیا نو هیله کوم چې زما زړه مه راماتوه!
اې موسی !
ایا ماته دا مناسبه ده، چې د هغه دعا رد کړم پداسې حال کې چې دی زما څخه په ډېره عاجزۍ زما د صفاتو په یادولو د بښنې غوښتنه کوي او رڼې اوښکې تویوي.
ای موسی ! زه په خپل عزت قسم یادوم ! که دې ځوان د نړۍ د ټولو وګړو لپاره بښنه غوښتې وی ما به ددې ځوان د تواضع په خاطردا ټول خلک بښلي وو.!!!
الله اکبر!!! که یې له الله (ج) څخه د ټولو انسانانو د بښنې غوښتنه کړې وای ، الله (ج) به دا ټول خلک بښلي وو!
ای موسی!
زه د غریب او اجنبي خلکو مرستندوی، ملګری طبیب، او پر داسې خلکو ډېر مهربانه یم.!
هغه ګنهګار ځوان، چې بې له ګناه څخه یې بل کار نه و زده، له هغه نه الله (ج) ولي جوړوي، هغه هم یواځې په یو وار توبه؟!
ځمونږ خالق ډير مهربانه او پوره رحم لرونکی دی، مګر مونږ د دعا د غوښتلو په طریقه نه پوهېږو، که مونږ په سمه توګه د الله (ج) څخه د د عا غوښتنه وکړو ، هغه به راته ټول ګناهونه معاف کړي.!
یا الله سبحانه وتعالی مونږ ټول ستا ډېر ګنهګاره بندګان یو، همداسې چې دې هغه ځوان ته بښنه کړې ، همدغه شان بښنه مونږ ته هم وکړه.
الهم امین!
کابل / فبروري/ ۱۰ / ۲۰۱۳