زه تــورن یــم ،ستا په تور ستا زړه له ما نه تور
اې د ســترګــو توره تورې خــاورې به شــم نور
خونــي بڼو دې داســـې چـــارې پـــر مــا وکړي
لــکـــه کــــافر لــښــکر چې وکړي د چا پر کور
د زړه خــبرې پــه ســـترګـــو کـــې وي متل دی
پــــه ســـترګو کــې شرر ګرځوم،په زړه کې اور
چـــې لـــه ډېره ضده مخ پټ کړې په سـالــو کې
څــوک کــلـــه کــانـــدې په مین دومره ظلم زور
وې مــې دا حــــال مې ولې هره ورځ بتر شي؟
وې یې چې ډېر ښه اوشوو،بند کړه دا شراوشور
په نــن او ســبا او بـل ســـبا مــې ژونــد تېر شو
د ځـــوانۍ فــصـل مـــې آشـــنا اورېـــبل په لور
احمــدزیــه آفــــریـــن شــه په دې شـوخ غــزل
پـــه ســپـیــنه ږیره چــې نـــه ډارېږي له پیغور