د ستر لیکوال ارواښاد زرملوال په یاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53530
سید صابر شاه صابر
دخبریدو نیټه : 2013-02-13



د پښتو د تاریخونو کولمبس وو
خاموشۍ کې د جمود غږ د جرس وو
دتاریخ د ګنجلکو لوی بهیر وو
د پښتو په موجوده حالت زهیر وو
اف په تلو یې د خوشحال درخو شه خواره
آه په مرګ یې تمامي پښتو شوه خواره
... لره بره پښتونخوا پرې ویاړېدله
چې له زړه پرې ژړېدله ما لېدله
څه تور سپور ماتم جوړ کړی دغه کال وو
د (اعظم) نه پس لوی غم د (زرملوال) وو
هلته غم په (جبارخیل) او (فدایي) دی
دلته درد کې یې (صابر) هم سودايي دی