غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53590
نیکمل ځاځی
دخبریدو نیټه : 2013-02-16

  

نن خو د نصیب سیلۍ راوړې وه
ما ورپسې ټوله دنیا ستړې وه

ما په آسمانونو غوښته نه به وه
خدای راته په ځمکه کې راکړې وه

نه وه! نو احساس مې د ژوند نه کاوه
ځکه زندګي مې هم نیمګړې وه

ما ترې خولګۍ غوښته! نه یې نه ویل
ډیره له مـــودو مې پـــوروړې وه

شپه کې مو نیکمله فیصله وشوه
بس سپینه سپوږمۍ زمونږ منځګړې وه