قلم را وا خلم وا یم څه ولیکم
د ژوند خواږه او که ترخه ولیکم
ما ته په هر غزل کی ته ښکا ریږی
زه بی له تا په شعر کی څه ولیکم
په هره پا ڼه کی یی ستا تصویر وی
ځکه هرګل ته ستا نا مه ولیکم
×××××
زما په نظر داسی را ځی چی سوه ځی
هرچیری ا ورته پښتا نه ولیکم
زما ا فغا ن ولس شوډ لی ډ لی
وس چا ته بد ا و چا ته ښه و لیکم
ژوندی او مړی پیژند لی نشم
چا ته ژو ند ی او چا ته مړه و لیکم
×××××
په خپلو وینو با ندی سور لکه ګل
شهید ما شوم ته تور لیمه و لیکم
چی یی له خولی نه بوی د وینوخیزی
هغی مورکی ته زخمی زړه ولیکم
بس نوریی لاس پورته کولای نشم
خدای ته سوا لونه پټ په زړه ولیک