د پښتو په غیږ کي پروت پوره کـــمال دی
په لیکلو کښي یې خـوښ راتـــه مجـال دی
مــورنۍ ژبــــــه کــــلي د ژونــــد لپـــاره
چي دي زده نه وي مـقــام ته دي زوال دی
په پښـــتو ژبه دي ټول مشکل حــــــــلیږي
څومره پوه شې لادي لوړ پکښې جمال دی
لـــــــه پیړیـــودښمـــنان ور سره ځغــــلي
پرزړګي یې پروت تورداغ لکه یوخال دی
د پښــــتو عــــزت پکار دی امانــــزیـــــه
د پښتون په مخکي پروت دغـه سوال دی
ناروي ۲۱ اګست ۲۰۱۲