غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53858
احمد شا احمد
دخبریدو نیټه : 2013-03-02

دچا ارمان یم ،لاس رانه وړي، ګوره و به سوَزي
دبل په سر چي سري لمبي بلوي ته به سوَزي

زما په سر خو سري لمبي بلي له ورایه بریښي
دا ستا په سر نه شته لمبي ښکاري په زړه به سوَزي

زه په ځواني او ښکلا دواړو هر وخت تا سیزمه
که ځواني لاړه شي ښکلا نه وي په څه به سوَزي

نن چي اشنا یوځاي رقیب سره په مخه درغي
چه په هغه ساعت ونه سوزیدي نه به سوَزي

که د پتنګ په شان د اور دپاسه وسو احمد
ته هم د شمع په څیر ویلي شولي ښه به سوَزي