دغه درې په ډېر ورو ورو په کرار کرار خراب کړم
یـــو دلدار دویــــم اغیار درېـيــم روزګار خراب کړم
د عشق پــه جواري کې مـــې د ځـــواني خوبونه بایلود
زه لا پوخ جوارګر نــه وم، د مــینــې قمار خراب کړم
یـــو خــو ته له ځایه ښایسته یې، بــل لوس مخ ګرځې
ستـــا دغـــه کـــار دغــه ادا دغــه رخسار خراب کړم
بــاڼــه دې لــکه ســتنــې د مــفتون پـه زړه ښــخــېــږي
توبه لــه دې خونخوارو ستـرګو چــې دیدار خراب کړم
څـه ښه مــتل دي (چې زور نه لری برېت مه لویه وه)
ومـــه کـــمــــزوره د زورورو نــــاتــــــار خراب کړم
د یـــو یـــو بــیــت لپاره تــل شپــې راباندې سهار شي
بــس دغــســې شـــاعـــري دغــسـې اشعار خراب کړم
احمــدزیه ګــوره ســم پــښتــون شــه یا ســـم مین شـــه
چـــا ته کــلــه پــتــه ده چــې کوم یو پرهار خراب کړم