زیــنـــدۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53896
جاوېد احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-03-05

 

د عــــمـــرونــو عـــمــــرونــو مــســــاپــر افغان دار ته خېژوي
څــــومـــره اســـانــه بې پـــرســـانــه یـــو انسان دار ته خېژوي

د غرغرې رســـۍ تــه چـــې مــنصــور غوندې په مـینـه ګوري
اې مــرګــیـــه! بیا سـپـیـن سړی په سـپـیـن میدان دار ته خېژوي

جـــلاده! پــــام کـــوه چـــې پـه سپک نـظر ورتـه ونـه ګـــورئ
سـتـاسو خـپل مشران سـتا پـه لاس سـتاسو مهمان دار ته خېژوي

پـــه ژړا لـــه کــور نـــه راوتـــی،پــه خــنــدا تـــه روانــېــږي
ځـار دې لــه خـنـدا نـــه شــم هــغه په مــا ګران دار ته خېژوي

چارواکو لــږ شــانـته فکــر وکـــړي؛دا نــن چې اعــدامــېـږي
داســې سوچ وکړي لــکه چــې ستـاسو سلطان دار تــه خېژوي

وطن کـــې یـــې مـاشــومــان وایي چې پلار به مو زر راځي
خــو څــه پوهــېــږي چې د دوی د زړه ارمـان دار ته خېژوي

احـــــمــــدزیـــه تـــا خــــو د ښـــکــلـــو پـېـغلو صفتونه کول
اوس سړی شوی اوس دې د ګل په شان خپلوان دار ته خېژوي