هوا یخه، تاریکه ده ، تنهایي ده
له تا لیري یم؛ ترخه مسافري ده
د ېوالنه غرونه غرونه مو ترمنځه
زماوستا د زړنوغوټه تاواني ده
د ځوانیو پر ګلونو موسم اوړي
د وصال د بارانونو وچکالي ده
نه مي ستاپه اندامونوکي ځان خپور کړ
نه مي ستاله خولګۍ وړې مهماني ده
ستا د شونډو په ارمان مي شونډي وچي
خپله ژبه پکښي ږدمه مجبوري ده
وخت به راسي دا ویده زړه به بیاویښ سي
لا هارون سته، لا یې مینه،لاځواني ده
۱۳۹۱/۱۱/۱۲
چاندیګر، هندوستان