چـــې ستا لــه مـــخـــه لـــرې شــو نقاب دغه نن شپه
زمـــــا خـــراب خـــو شـــو خانه خراب دغه نن شپه
کــه غم دی کــه درد دی کــه زخم دی یــا پرهار دی
دا هـــمه به لـــه زړه نــه کــــړم ځواب دغه نن شپه
چـــې یار تـــه مـخـامـخ شوم،داسې خوله خوله شوم
ته به وایي کــه پـــروت یـــم په پنجاب دغه نن شپه
رقـــیــبان دې چــیغــې سورې کــانـــدي پروا نکړم
خس اوخاشاک به ورک کــانـدي سیلاب دغه نن شپه
د هـــجران وچــکــالـي ځــپــلــی وم،ډېـــر تږی وم
د زړه دا ســپېــره دښــته شــوه سېراب دغه نن شپه
زاهـــده! زمــا او ســتــا حساب کــتـاب خو تـل وي
بـــس د نـنـنــۍ شــپې مــکــړه حساب دغه نن شپه
لــکــه لـــیــونـــی ســـړی احمدزی بـیـا بـیــا وایي
زمـــا خــراب خـــو شـــو خانه خراب دغه نن شپه