طلاق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54056
نقیب الرحمن (لکڼوال)
دخبریدو نیټه : 2013-03-13

 

 ناځوانی دا څه وایې

زما نه طلاق اخلی؟
خپلې وعدې دې هیرې کړې
هاپه باران کې دی لفضونه
دواده شپه باندې قسمونه
څه وشول
چې
داسې په بله واوښتی
ماخوتاسره په مینه هرڅه کړی
ایاستا مینه دروغ وه
یا ستا مینه لنډمهاله وه
اوزه پرې پوهه نه ووم
ولی چپه یی
زماځواب نه راکوی
په سترګوکې دی
خوښی نښانی وینم
دومره خوښه یی
چی ماهیڅکله لیدلی نوی
لکه چې
څوګ ورک دی پیداکړی
هو!
څوک شته
ستا سترګی وینم
چې بل تصویردی پکی
زه می وعدوسره وفا لرم
ستاخوښی زماخوښی
هرڅه مې تیار دی
لاسلیک ته یوقلم
اوتاته درې تیږی
خودومره ووایه
څوګ دی
چې
هغه ګل اوزه ازغی شوم
هغه د کور زه بهرنی شوم
خپله لمن دی کړه ګلچینه
زما لمن دی کړو
داغ داغ
زه به دی داغوسره
لاړشم له دی ښاره

اوشګرات اوکراین
25.02.2010