ســړی چــي زوړسي هــم درنېــږي انــدام
څــرنګ چــي غــواړي نه خـــوځېږي انـدام
ځـواني پسرلی، لري تازه غــونچي دګلو
زړتیا خزان: سي پاڼه ژړه بیا رژیږي مــدام
ځــواني ښکلا، کـړي ښایسته ټـول انـــدام
زړتــيـــا کاږه واږه کي ســم انــدامـونه مـدام
ځواني مستي ده، وي پـه خــوښۍ اوخنــدا
زړتــیـــا لـــوېــده او نــاروغــــي وي مــــدام
زوړارمانجن سي، چـي په یاد کي ځـــواني
ډوب په اندېښنوکي چي تېرمهال یادکي مـدام
دځوانۍ بهارتېریږي انســان نــه په پـــوهېږي
ځواني دګل په شان،یوه خوله موسکا ده مـدام