درڼواوښکودستوروپه ماپام وي
سينګارکړی يې دغم راته ماښام وي
زندګي دبې خودۍ غېږ کې دمه شي
له موسکا نه يې چې ډک دشونډوجام وي
پټه خوله په شوروشرکې غلی ناست يم
خاموشي دزوروروانتقام وي
هسې تشې تجربې دي پرې غلط شو
په هنر يې چې پوهيږې ژوندتمام وي
دعاقل دارام برخه عقل لوټ کړي
ګريوان چاک له پختګي لکه بادام وي
ميوه هله شي اوبلنه چې پخه شي
څه به وژاړي چې باغ دزړه يې خام وي
وايي څه غواړې له شعرنه ما خو وينې
نه پوهيږي چې همدادشعرالهام وي
په يوه کونج کې يې کونجي دلفظ پرته وي
چې مې کله په کوم شعرکې لږ ابهام وي
په درزادزړنويوبل سره پوه کړي
دمئينو عجيبه طرزکلام وي
نېک نامي چې په پیسووي په کوم چم کې
د(حسن) غوندې سړی پکې بدنام وي