افغان ماشومان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54177
احمدجان نوزادي
دخبریدو نیټه : 2013-03-20

 مه وهی دا مه وهی دا ما شومان مه وهی
زما د بڼ ګلونه د سبا خاوندان مه وهی
بڼه یی الوتی ده، د اجګړی ځپلی دی
دغه د زما ن او وخت ناخوالو کړولی دی
هر څه یی تری وړیدی، پاته ورته اوښکی دی
مه وهی دا مه وهی دا ماشومان مه وهی

رنګ کی یی سرخی نشته وینه خو بیخی نشته
وګوره وجود کی یی بس پاتی هډوکی ده
پلی دی او رګونه دی دپاسه پی پوستکی دی
ډیر ډیر زوریدلی دی جنګ کی ځپلی دی
دا په سرو اورنو د جګړو کی ټوکیدلی دی
مه وهی دا مه وهی داماشومان مه وهی

زه و طن موریمه دا زما بچی مه وهی
دا زما دزړه ټوټی دا کوچنی مه وهی
زړه ته یی خواله ورکړی مټ ته انرژی ورکړی
راشی زما بچیوته سوله او اشتی ورکړی.ۍ
پريږدی دا وړی غوټی لږ څه راپیاوړی شی
نوری غوتی ونیسی ونی او ښاخونه شی
مه وهی دا مه دا ماشومان مه وهی

دا به دغه وران وطن بیا افغانستان جوړکړی
شاړی به یی ګلونه کړی تری به ګلستان جوړ کړی
لوړبه یی بیرغ ساتی ځان به تری قربان کاندی
نوم به د بابا لوړ کی اوچت به یی نشان کاندی
لیکی نوزاد ورته نوی ترانی د ژوند
برخه دتاریخ به شی دغه حماسی د ژوند