خدایه هر کال پسرلی راځي او ځي
هوا بدلیږي
ونې بوټي تازه کیږي
غرونه رغونه تازه کیږی
هر څه نوې کیږي
ونې پاڼې نیسي
غوټۍ سرونه پرانیزي
د ګلونو څادرونه غوړیږي
هر څه بدلیږي
هوا تازه کیږي
خلک د پسرلي راتلو ته خوشحالیږي
نوې ا میدونه پیدا کیږي
زړونو کې خوشحالي په نڅا راځي
چمنونه تازه کیږي
بلبلان په چمنونو کې د ګلونو د پاڅه ګډیږي
او اټنونه کوي
شور ما شور کوي
د ژمي یخنۍ و هلي بلبلان
باعونو ته راځي
د ګلونو غیږې ته ږرځي
له خپلو معشوقو سره مینه کوي
خوشحالي کوي
مستي کوي
واورې ویلې کیږي
سیندونه خروشانه کیږي
خلک له کورونو څخه د میلو لپاره بهر وځي
میلې کوي
چړچې کوي
له نویو امیدونو سره
له نویو ارمانونو سره
پسرلی خو د ښادۍ موسم دی
پسرلۍ خو د نویو امیدنو موسم دی
پسرلی خو د نویو هیلو او آرزوکانو موسم دی
خو د افغانانو لپاره !
هو !
مونږ تل دا دعا کوو چې
خدایه ! زمونږ خلک د لوږې او تندې له رنځ څه وژغوره
خو زمونږ خلک په پسرلي کې هم له دې رنځ څخه خلاصون نه لري .
د بې شماره هیوادوالو نغريو کې اور نه بلیږي
دوي ددې وس نه لري چې د ماښام لپاره خپلو بچو ته یو څه پاخه کړي .
ډیر ناچاره دي
ډیر مجبوره دي.
خدایه مونږ دعا کوو چې
زمونږ مظلوم خلک د فقر له درد څخه وژغوره
خو بیا هم دوي د فقر په درد ګرفتار دي.
مونږ وینو چې حتی د کابل په ښار کې زمونږ بې وزلې مهاجر
د خوشحال مبنې په زړه کې یخې او ګرمې هوا ته براته دي
کیږدۍ یې سورۍ سورۍ دي
تنګي ماشومان یې د سوال کچکول غاړې ته اچولې او سوالګري کوي .
زمونږ دا خلک به خپل هیواد کې دننه مهاجر دي .
څوک هم د دوي لاس نیوی نه کوي .
دولت یې غم نه خوري
دولت مندان ورته ښه کوري
ورته کوري او ورته کوري
خو چاره یې نه کوي .
مونږ دعا کوو چې
خدایه زمونږ مهاجرې کورنۍ خپل وطن ته راستنې کړه
چې په امن او غزت کې ژوند وکړي
په خپل وطن کې ژوند وکړي
خو چې کومې کورنۍ راشي
نو په راتلو پښیمانه شي
څوک وزسره مدد نه کوي
څوک ورسره مرسته نه کوي
د مهاجرو په نوم پیسې راځي
خو هغه پیسې د مفسدینو جیبو ته ورننوځي
لویه خدایه ! هغه چارواکي در به درکړه
چې د مهاجرو په نوم پیسې په خپلو ځیټو کې اچوي
خدایه !
ته خو لوی خدای یې
دا دې بیا پسرلی راغی
مونږ هر وخت دا دعا کوو چې خدایه زمونږ هیوادوال د هوايي بریدونو څخه وژعوره
زمونږ ماشومان په خبل امان کې وساته
زمونږ د سیاسرو پرده وکړه
خو بیا هم کورو
چې هر ورځ مو ماشومان ، تورسرې او سپین ږیري په بمونو او هوايي بریدونو کې وژل کیږی او به وینو کې ډوبیږي.
خدایه مونږ دعا کوو چې نوی کال زمونږ د خلکو لپاره د خیر او برکت کال وګرځوه
خدایه زمونږ خلکو ته هدایت وکړه
خدایه ته یې له ذلت څخه وساته
خدایه ته په مونږ کې وحدت راوله
د بې اتفاقۍ له مرض څخه مو وساته
پسرلی راشی او تیر شي
خو زما د مظلوموهیوادوالو د ژوند بهار نه راځي
خدایه دې مظلومو هیوادوالو څه کړي دي ؟
څه ګناه یې کړې ده ؟
څه خطا یې کړې ده ؟
پاکه خدایه !
پوهیږم چې ته ترینه امتحان اخلې
ته کورې چې دوی څومره صبر کولای شی
څومره زغم او حوصله کولای شي
لویه خدایه !
بوهیږم چې ته له ټولو امتحان اخلې
پوهیږم چې په دې دنیا کې ظالم او مظلوم معلوموې
پوهیږم چې صادق او خاین معلوموې
پوهیږم چې ایماندار او بې ایمان معلوموې
په هر څه پوهیږم
خدایه دا بهار خو ته راولې
دا ګلونه ، دا ونې ، دا بوټي خو ته تازه کوې
دا چمنونه دا بیابانونه خو ته ښیرازه کوې .
خو یو سوال درته کوم
خدایه نور نو زمونږ د مظلوم خلکو په ژوند بهار راوله
زمونږ د دردیدلو خلکو په ژوند بهار راوله
په بهار کې یې د بهار به خوشحالۍ پوه کړه
په بهار کې یې د بهار به خوند پوه کړه
په بهار کې یې د بهار د ښکلا په لذت پوه کړه.
په بهار کې یې د زړونو باغ تازه کړه .
په بهار کې یې د ژوند د خوشحالۍ ګلونه وغوړوه .
خدایه ته هر څه کولای شې
خدایه ته هر څه کولاشې
خدایه تول هر څه ستا به لاس کې دي .
خدایه ته د ټولو مخلوقاتو خالق یې
ته د خپلو بندګانو ساتونکی یې
خدایه ته زمونږ د هیواد او هیوادوالو د پریشانۍ ، تنګ دستۍ ، بدبختۍ ، ناچارۍ ورځې شپې د خوشحالۍ ، ارامۍ ، نیګمرغۍ او خوشبختۍ په ورځو شپو بدلې کړه .