وران به سئ زړگیه گوره داسي ګناه مه کوه
دا مي کندهار دئ دلته چاته ښیرا مه کوه
دا د ښکلاګانو ښار د حسن شاپیری لری
پام ، چیري د دیوانو خیال دلته په چا مه کوه
دلته د ارغند خروښ په ننګ د میوندونو دی
دلته سوداګره ! د سرتیټو سودا مه کوه
جار مي د احمد بابا د توري له دې برمه سم
زه یو پاني پت یم سپک نظر دي په ما مه کوه
زه د (کلیوالي) ملالۍ دننګ ټپه یمه
ستادي غزاګاني کندهاره بې مامه کوه