لکه مړی زه ښخ شوی په ژوندون يم
هسې وايمه چې نر يمه پښتون يم
روغ تندی او روغ ګرېوان ګرځم بې غمه
د ليلا دعوه کومه چې مجنون يم
زه او ته ګنې د يو مور بچي نه يوو ؟
نن ته مه ګوره تېر وخت يم زه پرون يم
بخت خو څو ځل د ډهلي تاج را پر سرکړ
زه د خپله لاسه خوار يمه زبون يم
چې اټک ته ورنږدې شمه نو ښه شم
چې په غيږ کې د خپل مور يم په سکون يم