ګرانې سولې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54280
جاوید شریفی
دخبریدو نیټه : 2013-03-26

  

دخیالونو په زانګو کې زنګیدم په مینه مینه
ستا د چم په ګړنګو کې هسکیدم په مینه مینه

ته مې هیله دهستۍ وي ګړندۍ ولې له مانه
هره خوا مې ته کتلې ګرځیدم په مینه مینه

راښکاره د ښکلۍ مخ کړه له نقابه ګوره ولۍ
له کلونو در پسې چې ژړیدم په مینه مینه

ته کاروان د روښنایې یې ګرانې سولې
راشه تاته له پخوانه نڅیدم په مینه مینه


کابل افغانستان