د نړی د تهمتونو بی پرواشم
زما لیلی ، چی کله ستا په لوری راشم
ستا په مینه کی می دین او نیا هیر شی
سودایی شم لیونی سر په صحراشم
که دا ټوله نړی ما لیونی بولی
لیونی یم لیونی ستا په سودا شم
ستا د مینی بوی چی راشی ترمشامه
بس زلمی شم شل کلن دا ستا په خوا شم
غواړم ستا د مینی تنده کی ژوند ورکړم
ترڅو پوخ شم ستا د عشق سره اشنا شم
ستا په تش لیدو یم تیر تر سر او ماله
ستا خندا او ستا ژړا ته دی فدا شم
ستا غمونو می ځوانی کی ويښته سپین کړه
ستا غموکی ځوان زلمی، خو خوار بوډا شم
ستا ګرمې، می په رګو کی ځای نیولی
ستا و هری لویشتی خاوری ته دواشم
زما وطنه ته زما د مینی کور یی
نوزادی کله به ستا غیږی ته راشم