راځی چی سوله وکړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54384
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2013-04-03

    

وروره ملګری دوسته ودریږه
نوررانه مه تښته راو ګرځیږه
راځه توپک دی پریږده
زه به له توپ اوتیاری نه تیرشم
راځه چی یو بل سره جوړه وکړو
راځه راځه عزیزه سوله وکړو

راځه دا قهر او غصه یو خواته پریږدو
راځه ګیلی، شکوی سباته پریږدو
راځه د خدای په خاطر
د سولی مینی او صفا په خاطر
زموږد تنکی ماشوم بوډا په خاطر
زموږ دراتلونکی او سبا په خاطر
راځه چی سوله وکړو
راځه راځه عزیزه جوړه وکړو

داستا توپک او زما توپ زموږه سبا ورانوی
دی مو پرون راوران کړ اوس مو بیګاه ورانوی
جګړه جګړه زموږ نه ده دا دپردو جګړه ده
دین کی بهانه ده اشنا دا د پیسو جګړه ده
زموږکی غوټی رژیږی
دوی کی ښاخونه وکړل
زموږ جنازی پر اوږو
دوی کی ښکرونه وکړل

وروره ملګری دوسته ودریږه
نوررانه مه تښته راو ګرځیږه
راځه چی غاړی شوه او سوله وکړو
راځه راځه عزیزه جوړه وکړو

راځه دخپل تنکی ماشوم په خاطر
نورنو د اوښکو توپان ودرو
راځه چی غاړی شو اشتی شو سره
دا توره شپه تور دوران و دروو
راځه راځه عزیزه ودریږه
نور رانه مه تښته راو ګرځیږه
ملګری دوسته راشه جوړه وکړو
جګړه نور بس ده راشه سوله وکړو

راشه سبا ته پسرلی راولو
لږژوندون راولو ګرمی راولو
ترڅوپه بڼ کی یخ وهلی ونی
لږ رامسکی شی او غوټی ونیسی
بیا دا تنکی غوټی ورو ورو خلاصی شی
بڼ مو ګلبڼ شی او ګلونه وکړی
راشه تاریخ ته افتخار و بخښو

نوزادی وایی ورونو
راشی دی خوار وطن ته،
جګړی ځپلی دی بیمار وطن ته
ددی چمن هر ريښه ژوندی کړو
راځی وهر ماشوم ته مینه ورکړو
راځی خپل تیر سبا پرون ژوندی کړو
راځی چی سوله ورورولی رالو
جګړی کړو ختمی او دوستی راولو

وروره ملګری دوسته ودریږه
نور، رانه مه تښته راو ګرځیږه
راځه توپک دی پریږده زه به له توپ اوتیاری نه تیرشم
راځه چی یو بل سره جوړه وکړو
راځه راځه عزیزه سوله وکړو