نسته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54386
اتل احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-04-03

  وریځی هم ښکاری به نه
لمر پریوتلی
هم یی وروستی وړانګی
په بیړه بیړه پسی ځان ټولوی
او شاته پریږدی یو بل خاموشه ماښام
چی د هوا یخی څپی
لا پکی نوری هم سړی لګیږی
هغه یو څو نرۍ د وریځو لیکی
چی....
د تیری شپی د طوفانی واورینو
وریځو نه شاته پاتی
د شین اسمان په لمن
د لیری افق د پاسه
لا اورورینی ښکاری
ژر توربخنی به شی
او بیا به ورکی شی هیڅ ښکاری به نه
ځکه چی رنګ د اور خو
د وریځو خپل رنګ نه دی
او هم...
د تیاره اسمان په لمن
وریځی ښکاریږی کله