غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54390
جاوېد احمدزی
دخبریدو نیټه : 2013-04-03

  

نن مـــــې بیــا پــه هـــغـــې ښـکلې لـــږ نظر شو
اف!عــــجـــب درد مـــې دنــنـــه پــــه ځيګر شو

سـتــا له ښایــست نه لمر سوزی سرې لمبې کړي
ماښــام بـیــا د پــــورې غـــر شــاتـــه سنګر شو

عشق لکه د خس سپک کړمه،دروند پښتون وم
مـــحـــبـــت مــــې زړه ته راتـــېـر په هنر شو

دا ســتا رنـــګــــین خــیال چـــې ذهن ته راغی
دا زمـــا وران غــــزل ســـــم لـــکـه ګوهر شو

تا چـــې زمــــا نـــوم په خـــپلـــه خوله واخیست
بــــل اختر بـــه څـــه کړم اوس په مـــا اختر شو

ســــتا په مخــــکې تـــنهــا دغــــه نه شــــم ویلی
راتــــه لـــــوی غر شو \" تــا سره میـنــــه لرم \"

احمــــدزیه راتــه ښـــکـــاری چــې مــیــن شوی
سـتا ځـــای کــور کــــه نه په پښو کې د دلبر شو