د جمال او تجلا ده په تا ختمه
د ښايست او د ښکلا ده په تا ختمه
اننګو کې دې سپرلي دي او ګلونه
د رنګونو انتها ده په تا ختمه
اندېښنه که مې د سر وه که د مال وه
اوس مې دا ټوله سودا ده په تا ختمه
په غزل کې مې سورخي هسې رانه غله
د زړه وينه اوس زما ده په تا ختمه
ستا رخسار اټکه نه شمه ستايلی
د هر لفظ هره مانا ده په تا ختمه