ستـــا یـــادونو د عــــمرونـــو سودایي کړم
زمـــا توبه ده کــــه بـــه بـــــیا اشنایي کړم
سبانارې کې مې غم خـوراک څـښاک شی
میــــنـــې څه عجب غمجن په سبایي کړم
نصیب کــــې مــــې دیـــدن نشته،مسافر یم
ډېر بیــمار،رنـــځور دغــــه ستا جدایي کړم
دا لـس دولـس کاله مې بېلتون کې تېــر شو
تر کـــومې بـــه ســتا د وصال ګدایي کړم
تــــا د پښتـــو رواج تــه غـــاړه کېښوده
مــــا په زړه تـــیږه کېښـــوده دانایي کړم
احمدزی به دی تصویر ته همیش ژاړی
قسم تل به یــــې په اوښکو صفایي کړم