زړونه مو نږدې دي پروا نه کوي
خير که فاصلې دي پروا نه کوي
پرېږده دغه خلک چې هر څه وايي
دا د عشق کيسې دي پروا نه کوي
ښه بې غمه راشه څوک دې نه ګوري
ژمی تورې شپې دي پروا نه کوي
مه راځه خو مه وايه چې نه درځم
تمه کې نشې دي پروا نه کوي
سترګې دې هم تنده ماتولی شي
شونډې که دې پرې دي پروا نه کوي
زور دې د خپګان بېخي زه نه لرم
درې څلور ګيلې دي پروا نه لري
مړی مې کارغانو ته ميراث شولو
ډکې هديرې دي پروا نه کوي
لپې لپې سر باندې اټک شيندي
خاورې د کامې دي پروا نه کوي