پټه مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54526
احمدجان نوزادي
دخبریدو نیټه : 2013-04-11

 

ته لکه زما سیوری راسره ګرځی
زما سره یو ځای یی خو زما نه شوی
زما دزړه سودایی خو پخلا نه شوی
غواړم تا پخلا کړمه غواړم تا راخپل کړمه،
غواړمه چی زړه درکړم غواړمه تا ښکل کړمه
تا له مانه وتښتیدی، ته له مانه وتښتی

نه پوهیږم تاته کوم یو نوم درکړم
نه پوهیږم څنګه دی راخپل کړم
نه پوهیږم څنګه ځان ستا خپل کړمه
غواړمه دننه په سینه کی می
غواړمه د وینی په رګ رګ کی می
غواړم دو جود هره هجره کی می
غواړم د هستی زره زره کی
تا حس کړم تا وګورم
غواړمه خپل ژوند در نذرانه کړم
ته له ما و تښتیی، ته له مانه وتښتی

ته لکه وحشی هوسی ته لکه ځلا بریښنا
بس یوځل ښکاره شی او بیا پټه شی
نه دی هیروای شمه نه دی خپلوای شمه
وایه راته وایه تا به څرنګه را خپل کړمه
څنګه به دی ښکل کړمه
ته زما د لاری مل ته زما دزړه سودا
ته زما په ژوند کی تر اخره را سره سودا

شپه چی زه تنها شم، شی نړی په درانده خوب ویده
زه هم د سپوږمی وړانګو ته و ګورم
زه ستا د خیالو سره، ښکلو هوسو سره
هیلو امیدو سره ډیرو ازمانو سره
لاړشمه سپوږمی ته ستا خوږ خوږ خیالو سره
په ويښو ویده شمه سترګی می اسمان ته وی
زړه می ستا په لور لاړسی فکر ستا ګریوان ته وی
دی خوږ خیالو سره ویده شمه خوب کی راسره یی ته
زما سره میلمه یی ته سترګو کی رانجه یی ته
شپه راباندی لنډه شی، هسی ژرسبا شی بیا
سترګی چی می خلاص کړم و ګورم زړه نړی
دغه د غمو ډکه دغه تر مطلبه یارانه نړی

هر لوری ته وګورم غواړم تا پیدا کړم
غواړم تا راخپل کړم غواړم تا اشنا کړمه
سترګی می ستومانه په لټولو شی
ته لکه یو فکر ته لکه یو روح، له مانه وتښتی،
لاړشی رانه لاړه رانه وتښتی

لاړمه ملا ته شیخ ذاهد ته می ګیله وکړی
ډیر می ورته وژړل ډیر می وعدی وکړی
توره غوا او سپین پسه ټول می نذرانی وکړی
رایی تاویزونه کړل، دود ما کړل کاغذونه کړی
هرڅه می قربان کړل ما قربان دا ستا تر مینه کړل
مینه می رنګینه کړل
شپه کی نیمه شپه کی زیارتونو باندی سر شومه
ستا د عشق ملنګ شومه ستا په سودا سر شومه
لاړمه زیارتوته ډیر قبرونه می را وسپړل
هرچاته می وژول هرچاته می وویل
هم په خپله ژبه او قلم داستاد عشق داستان
هرڅه می له تانه ځار، نوزادی له تا قربان

کابل افغانستان پکتیا کوټ د ۱۳۹۲ د حمل ۲۱ مه