ای محمد (ص) نبی سرداره قربان دی شمه
د اسلامی امت سالاره قربان دی شمه
ستا رسالت باندی د جهل تیاری ختمي شولي
د عد ل سولی طرفداره قربان دی شمه
ژوندۍ لورګانی ښخید ي د ناپوهۍ په وجه
لور ښخوله به خپل پلاره قربان دی شمه
لوڅ او بربنډ به د کعبی ځنی طواف کید لو
منغه دی وکړه د دی کاره قربان دی شمه
حلال حرام هیڅ معلوم نه وه زور زیاتی وه د لته
د مظلومانو شوي غمخواره قربان دی شمه
د خپل امت د پاره څه وه چی تا ونه زغمل
ای د(روغوال) د زړه کراره قربان دی شمه