غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54661
نوریه وهاب
دخبریدو نیټه : 2013-04-18

 

     بیا پسرلی شوخدایه ښه رنګین ګلشن راولی

    سوله زما په خوار زخمی زخمی وطن راولی

     چی سره ګلونه یی په شنه بخملی مخ وځانګی

         بیا مسافر بلبلان ټول په دی چمن راولی

       چی هره ونه څڼی تاو کړی په هوا ګډه شی

         له جنتونه یوخوشبین زرین موسم راولی

     مړوند چی هسک کړی او له سرومنګلو پړق وباسی

       د چټو پیغلو ولولی ا و مست ا تڼ را ولی

       چی منګی واخلی ګدرو ته جنکی ودانګی

      له اوبو ډک مو سمندر یبا په غوځنګ راولی
                                                
چی یی په سترګو یو ځل بیا د پښو خاوری ښکل کړی

په مساپری نوریی بیا دی مور  د ید ن را ولی