ګرانې ستا د شو خو سترګو عجیب کاروي
لکه باز چې ټول نظریی په خپل ښکاروي
زړګې یوسي په منګل کې بیایي زبیښي
لکه یو چې وي غلام بل یی بادار وي
ګیله من یم ستادسترګو له بڼونه
سم چې یوله زړګي باسم بل ګزار وي
ملامت نه یم فطرت نه داقانون دی
چې هرڅوک به د ګلرخوخریدار وي
خپل زخمي زړګی خو بیرته له تا غواړي
ځکه لار کې ستا ولاړ حفیظ ملیار وي