په بله ژبه څنګه لیک ولیکم
چې مې جانان کړی په پښتوخبرې
زه ئی د زړه به کورکې ځای ورکوم
چې هرافغان کړی په پښتوخبرې
څنګه باران ته یی مستې ونکړم
چې مې اسمان کړی په پښتوخبرې
زه به یی پوره کړمه دسرپه قیمت
چې مې ارمان کړی په پښتوخبرې
هم دعزت هم دغیرت خاوند وی
چې هرانسان کړی په پښتوخبرې
نقیبه ځکه تری ځنګل ډاریږې
چې دا زمریان کړی په پښتو خبرې
جرمنی