هسې رقيبان راته دعا کوي
کله چې جانان راته دعا کوي
غشي هم سينه زما شکوی نه شي
مور مې په ايمان راته دعا کوي
نور زه درنه هيڅ شي ربه نه غواړم
زړه چې د انسان راته دعا کوي
لپو او کجکول مرتبه راکړله
خوار خوار ملنګان راته دعا کوي
څنګه به دربار کې ستا قبليږي نه
خدايه لېونيان راته دعا کوي
اوښکو مې اوبه کړ د اټک فکر
للمه کې ګلان راته دعا کوي