.......
دا هره ورځ چی می د غم پر ټغر.....
قاتله ته کښینیی
کله فراه ، کله کنړ می وژنی
کله می خان، د سلو سر می وژنی
کله را پورته په یوه جامه سی
او راته وایی چی اسلام ژغورمه
په دی نامه ورور مسلمان می وژنی
او بی ګناه راڅه افغان می وژنی
دا د اسلام ټیکه خو تا اخیستی....
زه او دا زما په رنګی نور افغانان.....
واړه کافر بولی ته.
که زه پوښتنه درنه وکړمه چی....
دا ورور وژنه ته پر ما په جهاد ولی تپی؟
نو به د دغی زمانی مرتد یم
ولی چی زما د سپیڅلی دین مذهب ټیکه خو تا اخیستی
زما د نبی (ص) د وارث نوم خو تا خپل ځان ته خپل کړ
زه دی پر داسی توره لار پریښودم
چی نه کافر نه مسلمان پاتی یم
ته که رښتیا هم د نبی وارث وای
ستا عقیده که په رښتیا پاکه وای
تا که رښتیا ځان مسلمان ګڼلای
ستا که رښتیا د وطن غم زړه کی وای
ته که رښتیا یوه سپیڅلی جهادی څیره وای
نو زما فراه به دی د غم پر ټغر نه کښینول
زما په غزنی کی به دی عام وګړی نه وژلو
زما د بچو د لاسه......
به دی طاقت د قلم نه اخستلو
ته که رښتیا هم د اسلام مجنون وای
زما په جومات که به دی......
بمونه نه پوټول
زما د هلمند ښوونځی.....
به دی په توره شپه کی نه سوځلی
ته که رښتیا هم مسلمان وای یاره.
زما زابلی ښوونکی...
څه به دی...
غوږونه نه پریکول
ته که رښتیا هم پر وطن مین وای
د خپل وطن سړک ته...... به دی بم نه ایښودو
د خپل روغتون څه به دی......کنډواله نه جوړول
ته که رښتیا هم په خپل واک وای او......آزاد وای یاره
نو دا عمل خو ځناور هم نکړی
چی زما د خویندو پر مخ.......دی څوک تیزاب وشیندی
زما رابعه چی ځی په علم پسی..
زما هوسی چی ځی په علم پسی..
د خپل سپیڅلی محمد (ص) حکم ته سر ټیټوی
علم پر ځان او مسلمان باندی دوی فرض ګڼی
خو ته د بل غیږ کی لوی سوی........ او ...... د بل په لمسون
زما د علم پتنګان را وژنی
زما هوسی راوژنی
زما رابعه راوژنی
ته زما د علم لاروی ها مینان را وژنی
چی غواړی.....،
دا غمځپلی وطن،،،
دا په پردی باروت وران سوی وطن
ګل ګلزار او بیا سمسور ووینی
کله بیا راسی د دوستی جامه کی
او داسی وایی چی افغان ژغورمه
او ورسره هم ټول جهان ژغورمه
او راته وایی،،،، تروریزم کړی ریښی دغلته...
ته تروریزم ورکوی که افغانان را وژنی؟؟؟
د زنګاوات ها بی ګناه افغانان...
لږ در پیاد که یاره
ها په خوبونو کی وو ورک ها بی ګناه انسانان
لږ در پیاد که یاره
هغه تنکی تنکی ګلان، ها ماشومان افغانان
لږ در پیاد که یاره
دا خو به ومنو چی ها یوه لیونی وداړل
زما د کنړ بچی پر څه شی مړه سوو؟
هغه غوټی چی لا تر اوسه غوړیدلی نه وی،،،
سوی ستا په بم کی مړاوی
زما په روزګان کی د واده خوښی دی،
ولی په غم واړول..؟؟
که تروریزم ورکوی، نو یی ریښی ورکی که
تر ما ته ښه پوهیږی....!!
چی اسامه چیری وو..؟
چیری تنکی تنکی ځوانانو ته واسکټ اغوندی...؟؟
د چا په لاس دی، د جنت او د دوږخ ویشونه...؟
ورسه پنجاب وګوره...
ورسره سندهـ، بلوچستان، صوبه سرحد وګوره...
افغانستان د ټول تر پښو وکښلی،،
د تروریزم یوه ځاله دی پیدا کړه که نه؟؟
تر ما ته ښه پوهیږی....
د تروریزم دا ریښی له کومه ځایه راځی..!!
قاتله پیژنم دی........
چی نه اسلام او نه افغان ژغوری ته....
نه مسلمان او نه انسان ژغوری ته....
بس دومره زه پوهیږم.....
چی دی پردی جنګ دی راوړی دلته
قاتله پیژنم دی.....
چی د قدرت وږی یی،،،،
قاتله پیژنم دی.....
چی د دولت وږی یی،،،،