تـه چي مرور یي نـو زما له غـيــږي ولـی ځـی
زه دی سپيــره پـریـښــودمه تـه ولې کبلـی ځـی
خړه سپيـره لـوټـه یم خو ډکه یم لـه سـرو زرو
تشـه لمـن راغلـی او له ما ډکي منګولـی ځـی
ټـول نـوک او ورۍ یو بیـليـدی نـه شو لـه یـو بلــه
تـه نـو بيـا دچـا پـه لمسـون پا څيــدي لـه ډلـی ځـی
ما تـه وايـی مه ځه دغـه لار ده لـه اغـزو ډکـه
خپـلـه پـری روان يي د ګـلاب تـر څنـګ څو ځـلی ځـی
هـر وخت به دی اوریدی، زما دزړه دسوز ټپـی
نن څنـګه له ما نه بی سندری بی غزلی ځی
زړه دی یوي خواته او قـدم دی ځـي پـه بـل طـرف
ځـکه احـمد پـوه شو چی ته ځی خـو ښـپه نيولی ځـی