ستاينليک
زه ستاينليک څه کوم
دا خلک هسې وايي
تسکين اتل سړی دی
په هره سخته کې
ريښتياهم د مورچل سړی دی
ده خپل هيواد او خپلو خلکو ته خدمت کړی دی
په بلا زړو يې سلطنت کړی دی
؛خو دومره هم نه!!
چې مې خلک ستايي
ماته بلا بلا کارونه پراته
ماته په ژوند کې ډېر خنډونه پراته
هو دامنم!
ما خپلو خلکو ته خدمت کړی دی
په بلا زړو مې سلطنت کړی دی
خوبس يو کار چې ما لانه دی کړی!
هغه ليلو
زما شاعره ليلو
چې يې نامه زما په زړه کې ليک ده
ما لا تر اوسه خپله کړې نه ده
لکه شاهين غوندې ياغي زړګی يې
ما را خپل کړی نه دی
دا خلک هسې
ما بې ځايه ستايي
زه ستاينليک څه کوم
زه ستاينليک څه کوم
۱۳۹۲/۱/۸ وری
پکتيا غږ راډيو دفتر