پښتو هم مېوه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54783
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-04-26

مينه که د ژوند د باغ خوږه مېوه ده
هجر هم لکه نشه ترخه مېوه ده
د دنيا د نعمتونو مستغني شوم
زما زړه کې اوس د عشق پخه مېوه ده
بې له څانګو هم شکرې پيدا کيږي
خوږې شونډې د ليلا هم سره مېوه ده
د جنت له لذتونو منکر نه يم
د اټک ژبه پښتو هم ښه مېوه ده