قانون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54809
زرلښته حفيظ
دخبریدو نیټه : 2013-04-28

-----زرلښته حفيظ

 زما ملت ته دخيانت لاسونه
 دچوراوغلا اوجنايت لاسونه
 کله دشرق کله دغرب له لوري
 رااوږده شوي شرارت لاسونه
 چې به ترڅو پورې دا لوبه کوي
 دپټوسترګو دوحشت لاسونه
 زما مجبور ملت به وزوره وي
 اوپښتنې ميندې به وژړوي
 زرلښته داتاريخ هغه به ګټي
 چې جنايت پرضدقلم خوزوي