شيندلي دي ګلان و هري لوري ته بهاره کندهاره
خپرې کړی دي وږمې و هري خوا ته عطاره کندهاره
د علم په دې بڼ کي باغوان راکړي ثمرونه د عرفان
ډک يې د حکمت د سرو غميو غټ سور اناره کندهاره
هر وګړي و هر دوست ته سړه هوا باغ د زرغون جنت يې
د دښمن دوږخ د غليم زندانه بل د ناره کندهاره
خوږ افغانی راګ يې ستا نوم مي وڅيړي د روح د سور تارونه
عسل تويوې په هر غوږ کي په نغمو مست ستاره کند هاره
دا محاربه به هم ګټو واوره تور مخې واوره ژړ سرې
د دوی هېر يې د احمد خان او د ميرويس مزاره کندهاره
لا شکر دی ژوندی يې ځکندن نه دی بيماره کندهاره
ګنډودي ټول زخمونه رغوو دي ډک د پرهاره کندهاره
جوړوو به موږ آواره مرغياني يوه ځاله تر اټکه
دا سميع نه وايي دا ټول افغان وايي زموږ شعاره کندهاره