غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54873
روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-05-01


 

چی شد ت د حرارت وخوری فولاد شی
چی زخمت ګالي تعلیم کښی نیک اولاد شی

تیږي اور پوا سطه باندی سره زر شی
شا او خوا ورنه جدا مخلوط مواد شی

بی زخمته راحت نشته دا متل دی
په زخمت با ندی حاصل د زړه مراد شی

د احتیاج خوړو نه مرګ ورونو بهتر دی
د احسان سره چی مل وی ورک دی داد شی

که یوه لښکر بچی په چرګۍ لوی کړي
چی بی علمه وی والله کا خو پری ښاد شی

دا د علم زمانه ده ځان خبر کا
په دی وخت کښی د نا پوهو ژوند برباد شی

ای (روغواله) بی پروا دی اوس بچیان ټول
بیا په عمر د زړښت کښی ټول فریا د شی