پښتانه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54896
مجید راغستاني
دخبریدو نیټه : 2013-05-02

د محترم نوزادي د شعر په جواب کي () د مجید راغستانی لخوا )

 

ویښ به یې نه کړو زه او ته پښتانه  

 دا د مرګي په خوب ویده پښتانه

دښمن تر لاس نیولی کور ته بیایي  

 په سپکوي لوی او واړه پښتانه

د بل کوټوال ته په تعظیم ولاړ وي  

 خپل مشر وژني په چاړه پښتانه

د ژوندو قدر یې ضمیر نه مني    

 وروسته بیا ستایي ټوله مړه پښتانه

دوی پر نفاق یو اتفاق کړی دئ      

دغه یو کار کوي د زړه پښتانه

پردۍ وسله او پردئ جنګ یې خوښ دئ 

 ستا وژړا ته سي کاڼه پښتانه

څوک د مرګي واسکټ په ځان واغوندي 

 په وینو ولړي درانه پښتانه

څوک بیا د کفر او اسلام په نامه     

 تر ایمان تیر کړي دا ساده پښتانه

د" نوازدي" چیغي به کله واوري     

 دا د پردیو میلمانه پښتانه

څوچي کالداري او ډالر وي اشنا   

  یو به یې نه کړې دا خواره پښتانه