دګوشتې سیمه
پسرلۍ ؤغرونه شنه وه مځکي شنې
دغرود پاسه سپینې څپري وي پرتې
دهیبته څخه دنګ سپین غرولاړؤ
توري تیګې یی پرسپین مخ بریښیدې
توښ پورته تلی له قهره وآسمان ته
خښم ګرزیدی پرسیمه د ګوشتې
خبرنه ؤ چه دخروښ سبب به څه وي؟
زموږ پرمځکه ددښمن وي څوپوستې
دا خبر د زلزلي پشاني خپور سو
یوآواز سو ټول ملت اوټولي خولې
زموږخلګ که پخپل منځوکي وران وي
دوی یوموټ سي پرد ښمن کوي حملې
دګوشتي څه په دفاع کي غیرتي سول
ورپه یاد یی کړل دپلارماتي ګونډې
دزمریانوپه غړومبویی میدان پریښود
په یوه شبخون یی ماتي سوي پوستې
چه قاسم ، ابوالقاسم ددی لښکروي
سیخ به لاري ته را واوړي قا فلې
چه ظالم دبوس قوت په زورنشه وي
ای «هاونده» پایښت نه لري نشې
هاوند ۱۳/۲/۱۳۹۲