غزل
د یوی مور نه پیدا څو ما شومان شي
په خوی رنګ کښی مختلفه نمایان شی
د یوی ابۍ شیدي ټولو رود لي
څوک بی علمه څوک په علم کښی لقمان شي
په یوه غیږ کښی دا ټول سره ر ا لوی شوی
څوک ملنګ شی څوک بادشاه د ټول جهان شي
څوک رحمت شی د عالم د پاره ورونو
څوک قارون شی څوک په مثل د عثما ن شي
د ازل لیکنی هر چاته رسیږي
چا ته خیر شی چاته سراسر نقصا ن شي
هیڅ یو څرک د رڼا نه ښکاری په سترګو
ډ یره سخته نور پدی ملک کښی ګذ ران شي
ای (روغواله) ټول اولاد د یو اد م یو
که پدی خبره پوه ټول انسا نان شي
جلال اباد