غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54995
نقیب الرحمن لکڼوال
دخبریدو نیټه : 2013-05-09


زما زخمو ته مرهمونه راوړه
راشه جانانه دیدنونه راوړه
زما دشپو آرام خوتا وړی دی
بیرته می سترګو ته خوبونه راوړه
زمونږ باغچی ټولی خزان تالا کړي
راشه سپرلیه سره ګلونه راوړه
چې ټوله شپه به هغې څه ویلې
دسهار باده پیغامونه راوړه
چې ټول غمونه رانه هیرکړي اشنا
ساقی دمیو ډک جامونه راوړه
چې هره شپه جانان به خوب کې وینم
ورکه یوسفه تعبیرونه راوړه
کلونه تیرشول انتظار دي درته
ګور د نقیب ته قدمونه راوړه