ژوندی ژوندی يم خو مړ شوی يمه
ښه نر سړی يم خو مړ شوی يمه
زه تر قيامته پورې نه مرم ځکه
شهيد زړګی يم خو مړ شوی يمه
اوس مې پر خاوره پاچاهي کړي هرڅوک
افغان زمری يم خو مړ شوی يمه
د ونې څانګه وم ګلونو مات کړم
لا ځوان زلمی يم خو مړ شوی يمه
سا خو لرم اټکه درک نه لرم
روغ لېونی يم خو مړ شوی يمه