ستا په غیږه کې مور جانی ، د دنیا واړه لذت دی
ژونددې ټوله مینه مینه، په کتو کې دی راحت دی
تاچې ماته ژوندون راکړو،زه به ځان درنه لوګی کړم
هرارمان به دې پوره کړم، درد اوغم به دې پردی کړم
تا به ګل ځان به ایره کړم، قبول کړی مې زحمت دی
ژونددې ټوله مینه مینه، په کتو کې دی راحت دی
چې زه ستړی کور ته راشم،ستاڅیرې ته مې نظر شی
ستومانی شي رانه لاړه، په ما یو ځلي اختر شی
غم که غر شي مانه هیر شي، موری داستابرکت دی
ژونددې ټوله مینه مینه، په کتو کې دی راحت دی
پام چې اوښکی توی نه کړی، ستا ژړا زغملی نه شم
یوه شیبې لره دې مورې ، زه خفه لیدلی نه شم
خوشالی به درته راوړم، غم دې ورک شی مصیبت دی
ژوند دې ټوله مینه مینه، په کتو کې دی راحت دی
ستا په ژوند دې برکت شی، زما کور په تا ودان دی
بی له تانه دمیرویس ژوند،بی ترتیبه بی سامان دی
خدای دی تل مدام لری تا،ستادپښولاندې جنت دی
ژونددې ټوله مینه مینه، په کتو کې دی راحت دی
******