ظا لمه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55091
نوریه وهاب
دخبریدو نیټه : 2013-05-14

زما مظلوم ولس چی وژنی په بمو ظا لمه
د ستا عیا ش ولس  کړی غرق په توفا نوظا لمه

  چی د جهان طبیبا ن پا ته  شی علاج تی حیران
 خدای دی اخته کړه په رنګ رنګه مرضوظا لمه

په ژبه ګونګه شی له هربنده دی چینجی روان  شه
    چی ګرفتا ره شی په سختو  آ فتو ظا لمه

لکه د لوط قوم په مځکه کی ژوندی ننوزی
     د ا پا ته قوم دی شه پټ په غضبو ظا لمه

دا زه نوریه په هرلما نځه کښی دا ښیرا  کومه
رب ج دی سزا د رکړی په د واړو جها نو ظا لمه