ای د دی وطن بچیا نو چیرته ځۍ
په پرد ی ملک عاشقا نو چیرته ځۍ
خپل وطن کلي او کور مو پریښود چاته
په خپل خیا ل کښی باد شاهانو چیرته ځۍ
د وطن خد مت په هر وګړي فرض دی
د ډ ا لرو مینا نو چیر ته ځۍ
په پردی وطن کښی ځان مو خوارا و زار کړو
ا ی د خپل ځان د شمنا نو چیرته ځۍ
د سرو زرو معد نونه ستا وطن کښی
ضرورت دی د پوها نو چیرته ځۍ
ای (روغواله) خدای دی پوه کړي دا ځوانان
ډ یرو شتوو کښی ملنګانو چیرته ځۍ
جلال اباد
۱۳۹۰/۹/۱۲