کندهار دقومیت مرکز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55169
ع.زهیر
دخبریدو نیټه : 2013-05-19

 

 
انار دي ګل سو کندهاره ګوره
ازغن دېوال ته ناست ملنګ دي وایي
 
ورباندي خاندي پرهارونه د زړه
د غلامۍ سره په جنګ دي وایي

ډېر راتر زړه سو د هلمند موجونه
هیلو نیولی غورځنګونه وهي

سیلاب د وینو کروندې مي غواړي !
 هر یو اتل دی چي تېغونه وهي
 
بیا د میرویس لښکري رابه دي سي
دې توپاني سرکښ موجونو ته ستا

بیا اصفهاني لښکري وبه شړي
 بری به راوړي وچ ډاګونو ته ستا

د میوند تر خاوره سم صدقه
نوې ټپه د بغاوت دي اورم

ستا د سورغر تر عظمتونو قربان
د ایوبي غرور عظمت دي اورم

مرور ولاړو سپین مرغان د موږه
ماتي کړکۍ مي رغولای نه سو

دا چاویل چي په جنګ نه ځو د ورور
د توپک نه یو – اور پاشلای نه سو

لوی کندهار چي کندهار مي نکړو
د مرییتوب کیسې اوږدې به مي سي

تر منځ ازغن دېوال ته اور ورکوو
 کنې دا کلی ادیرې به مي سي
 
ننګ د تاریخ- د تاریخ ننګ کندهار
نوی ګرګین په وینو رنګ کندهار

پټ و اشکار ځاله د جنګ کندهار
د احمد پت د توري شرنګ کندهار

ته !کندهاره وینه ، مینه زموږ
ته سلطنت یې د نیکونو زموږ

څوک چي پښتون وي ننګ افغان خوښوي
څوک سي ایستلای تاله زړونو زموږ
(پښين)