شپـه شـوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55182
احمدشا احمد
دخبریدو نیټه : 2013-05-21

 

( لـه بـارانـه تښتيـدمـه د نـاوي لانـدې مې شپـه شـوه)
هـره خـوا رڼـا رڼـا وه خـو ډيـوي لاندې تيـاره شـوه

خـوږ اواز او تـرنـم بـه يې لـه ليـري زړه کـې لار کـړه
خـو چـې مـاتـه رانـږدي شـوه شپيـلي بنـده شوه کـڼـه شـوه

سپينـې سپينـې پـلوشــي بـه وې خــوري وري په کـلـي
چـې زمـونـږ د کلي وار شـو د لـمـر ستـرګـه هم ړنـده شـوه

شنـه ورشـو وه ښه پـراخـه لـوي واړه بـه وو خـوشـالـه
بـې لـه يـاره هغـه کـلـي هغـه شنـه ځمـکـه لمبـه شـوه

لـه ځـوږو خـوږو وږمــو يې معـطـرې وې دا لارې
چـې تـر مـا رارسيـدلـه ګـلاب وچ ، وږمـه تـرخـه شـوه

څـوک پـاچـا شـو د جـونـګـړې څـوک ملـنـګ د محلـونـو
د احمـد بـرخـه وه خـواره ځـکـه بـرخـه يې ميـره شـوه