ګران وطن نه راته جوړه هدیره شوه
هره لار هره کوڅه په وینو سره شوه
دارمان اوښکي مو ځي په ګریوانونو
خدایه کله په وطن صلحه خپره شوه
نه پوهیږو چي مو څه کهناه ده کړي
چي هر لور ته د پښتون په کور تیاره شوه
لټوي یي ذی بارودو ګرد غوبار کي
د بچي په غم د مور سینه اره شوه
چي صیفت یه د سپرلو په جهان خور وه
دغه سیمه د خزان په باد سپیره شوه
ای ( دل یاره ) چي تر څو به یو بل وژنو
دغه کار ته مو نړي په ننداره شوه